اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د کرونا وائرس په ضد د واكسين جوړولو لپاره د نړيوال?? مرستې په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د اجتماعي هلو ځلو نه غېر مونږ د كرونا په وبا قابو نشو موندلې۔ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل پاکستان د کووېډ ۔ 19 په اړه ريسرچ ، واكسين٬ دارو جوړول او ټېسټنګ ري اېجېنټس لپاره نړيوالې ورورولۍ سره مرسته ته چمتو دے، د اوسني بحران مقابلې لپاره مونږ له سيمه ايزې او نړيوال?? مرسته ته وده وركول پكار ده۔ د يوې پو|ښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د واكسين جوړولو وړومبنے پړاٶ تر ??ره كېدونكې دے او د واكسين تيارېدو نه پس لويه مرحله په لويه كچه د واكسين تياري ده۔ ده ووئيل دا حقيقت دے چې يو هېواد په يوازې واكسين نشي جوړولې دې لپاره نړيوال?? مرستې ته اړتيا د۔ه ده هيله څرګنده كړه چې راتلونكي كال په ستمبر اكتوبر كښې به واكسين جوړ كړے شي۔ ده په وګړو زور راړو چې په اېس او پيز عمل وكړي