اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي پاکستان 48م هېواد دے چې د كرونا وباء ښكار دے ٬د دې نه وړاندې 47 هېوادونو كښې د?? وائرس خپور شوے٬ د فرورۍ په شپږويشتمه نېټه وړمبنے كېس د زائرينو په صورت كښې رامخې ته شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ډاكټر فرودس عاشق اعوان د اطلاعات او خپرونو د قائمه كمېټۍ غونډې په مهال كړې۔ دې ووئيل كه مونږ ?? هر ګوند سره تعلق لرو ټولو له په ګډه د وباء لاره نيول دي، حزب اختلاف ته پېرزوئنې وړاندې كوم چا چې قامي او د هېواد پراخه ګټه ۖ ې په پرېكړه كولو د حكومت ملګرتيا كړې۔ دې ووئيل ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمير هم په دې كښې د حكومت ملګرتيا كړې ٬ دې ووئېل كله چې په آزاد کشمير او ګلګت بلتستان كښې د سبزو او د خوراكي توكو كمې راپېدا شو نو د ھغوي په غږ وفاقي حكومت په لاك ډاٶن كښې نرمي وكړه دغسې چې خلق د لوږې نه اونه مري او هغوي ته د خوراك څښاك څيزونه په وخت ورسيږي ۔ دې ووئيل د روژې مباركې مياشت راتلونكې ده دې لپاره هم واضح لائحې ته اړتيا ده، د حکومت په اېس او پيز عملدرامد ضروري دے۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم عمران خان علماﺀ سره په ملاقات كښې په اتفاق د جوماتونو پرانستو ساتلو پرېكړه كړې، مونږ له دا چېلنج په موقعو بدلول دي۔ دې ووئيل ټولو شراكت دارو سره په مشاورت د اېس او پيز پرېكړه شوې او په ھغې عملدرامد هم د ټولو ذمه واري ده۔ د حکومت په وراندې يو محاذ د كرونا دے نو بل محاذ د لوږې تندې هم دے ۔خاص مرستيالې ووئېل د حكومت د قامي سلامتيا د كونسل لس عونډې په دې لړ كښې شوي، نېشنل کوآرډينيشن سيل جوړ كړے شوے او دغسې ټولو سره د مشاورت عمل هم دوامدار دے۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل هره ورځ د 472 ټېسټونو كولو او د دوه لېب ګنجائش ?? خو اوس هره ورځ اته زره ټېسټونه كېږي او 60 لېب كار كوي، چين څخه هم د پوهانو په رابللو د عملې د كار استعداد زيات كړې شوې ۔ دې ووئيل د اتلسم بدلون نه پس صوبې اختيارات لري، ھغوي خپل اېس او پيز خپله جوړ كړې وو۔ دې ووئيل زمونږ ?? هېواد انحصار 70 فيصده په كركيله دے او زرعي پېداوار منډيانو ته رسول هم ضروري دي ٬ځكه ل لاك ډاٶن نرم ساتلې شوے ۔دې ووئېل مونږ ??لماﺀ كرام او پوليس په سړكونو مشت او ګرېبان ليدل نه غوښتل ځكه مو جوماتونه د علماﺀ كرامو سره په مشاورت د اېس او پيز له مخې د پرانستلو پرېكره كړې