اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر كښې د كرونا وائرس په موجوده تازه صورتحال او د وباء مخنيوي لپاره په پورته كړو اقداماتو د نهې په ورځ تفصيلي بريفنګ وركړې شوې ۔ د اېن سي او سي له مخې د منصوبه بندۍ وف??قي وزير اسد عمر د غونډې مشري وكړه چې پكښې تر اوسه د شوي پېشرفت او د بيا لپاره د لائحه عمل جاج واخستې شو۔ د آزاد جمو و کشمير وزيراعظم ، د سندھ وزيراعليٰ ، د بلوچستان ، ګلګت بلتستان ، د پ??جا?? او خيبر پښتونخوا چيف سېكټريز په غونډه كښې د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ فورم كښې په څوارلسم اپرېل کوويډ 19 د حکمت عملۍ نه پس حتمي پرېكړې لپاره قامي رابطه کمېټۍ (اېن سي سي) ته وړاندې كېدونكو سفارشاتو ته حمتي شكل وركړې شو۔ ټولو شراكتدارو په دې ??ار?? د تفصيلي غور نه پس حكمت عملۍ ته حمتي شكل وركړو۔ په غونډه كښې د داخله ??ار?? وف??قي وزير بريګيډئر(ر) اعجاز احمد شاه ، د صنعت او پيداوار وف??قي وزير محمد حماد اظهر ، د توان وف??قي وزير عمر ايوب خان ، د اقتصادي ??ار?? وف??قي وزير خسرو بختيار ، د فوډ سېكورټي وف??قي وزير فخر امام، قامي سلامتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال معيد يوسف ، قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا او د تجارت سلاحكار عبد الرزاق داود په بريفنګ كښې ګډون كولو۔