اسلام آباد ۔ 11 اپرېل (اے پی پی) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي د كوچني ??ېكټر پرانستې سره ب?? د ډېرو خلقو روزګار بحال شي۔ حكومت ته د ټولو صنعتونو د ستونزو احساس دے۔ زمونږه هڅه ده چې د خوراك څښاك څيزونو رسنه روانه وي۔ ګرد هېواد كښې به ميډيكل اسټورونه پرانستې وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د خوراك څښاك څيزونو رسنه ب?? بندولې نه شي۔ اولني پړاؤ كښې به د بېروزګاره بې وزله طبقې مرسته كو??۔ دوهم پراؤ كښې به كوچني ??نعتونه يو وارې بيا په خپلو پښو ودروؤ۔ د روزانه كارول كېدونكو څيزونو صنعتونه د اېس او پيز ترمخه پرانستلې شوې دي۔ وفاقي وزير ووئيل په اېس او پيز عمل نه كو??نكي انډسټري به ب??دولې شي۔ ده ووئيل كنسټركشن انډسټري سره ډېر صنعتونه تړلي دي۔ حماد اظهر ووئيل د صوبو په صلا ځينې صنعتونه پرانستلې شوي دي۔ د سندھ تحفظات به لرې كړو۔ په 14 اپرېل مو تعميراتي صنعت ته د كار كولو اشاره وركړې ده۔ ده ووئيل مونږ خپل د ټېسټنګ نظام پراخا كو??۔