اسلام آباد ۔ 6 اپرېل (اے پی پی)د کورونا وائرس په اړه پارلیمانی کمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ ??ښې پارلېمنټ هاؤس ??ښې وشوه۔ غونډه ??ښې خارجه وزير شاہ محمود قرېشی، د خزانې وزير حماد اظهر ٬ د رېلوے وزير شېخ رشيد ??حم?? ، سناتور شبلي فراز ، سناتور مشاهد اللہ، سناتور غفور حېدری، سناتورې شېری رحمان او د قامي اسمبلۍ غړي راجه پروېز اشرف ګډون وكړو۔ كمېټۍ ته د اېن ډي اېم اے مشر جنرال افضل او د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا بريفنګ وركړو۔ غونډې ته خطاب ??ښې سپيكر اسد قېصر ووئيل دا مهال بايد ټوله سياسي مشرتابه يو موټې شي۔ ده ووئيل د كورونا وائرس وباء مخنيوي له بايد پارلمان څخه ټول قام له يوه بشپړه تګلاره تجويز كړې شي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د كورونا وائرس مخنيوي په لړ ??ښې بشپړه تګلاره وضعه كولو له د كمېټۍ سفارشات به نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن کمېټۍ ته لېږلې شي دغسې چې د صوبو په مشاورت د كورونا وائرس مخنيوي له تګلاره وضعه كړې شي۔ د رېونيو وفاقي وزير حماد اظهر كمېټۍ ته بريفنګ ??ښې ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ ??ښې د نېشنل كوآرډينېشن كمېټۍ غونډې پرله پسې كېږي۔ ده ووئيل سره د سختو معاشي حالاتو د 1200 اربه روپو د مرستې پېكج وركړې شوې۔ حماد اظهر ووئيل ټائيګر فورس د معلومات جمع كولو او د وسائلو وېش له كارېدې شي ۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن جنرال افضل پارلماني كمېټۍ ته بريفنګ وركولو ??ښې ووئيل هېواد ??ښې 3800 څخه زيات وېنټي لېټر موجود دي۔ د اپرېل په 9 مه نېټه به نور 500 وېنټي لېټر پاكستان ته راورسيږي ۔ چين څخه به 2 زره نور وېنټي لېټر هم راغوښتلې شي۔ ده ووئيل ډاكټرانو او پېرا مېډيكل عملې له 29 زره حفاظتي كټس صوبو ته وركړې شوي۔ په ټول هېواد ??ښې 137 روغتونونه كورونا وائرس له بېل كړې شوي۔ د ټولو روغتونونو مشرانو ته به پي آر سي كټس د زيارت ورځې څخه لېږلې شي۔ ده ووئيل ګرد هېواد ??ښې 22 لېبارټرۍ كار كوي۔ د وېنټي لېټر آپرېټرز شمېره زياتوالي له پنډۍ ٬ لاهور او كراچۍ كښی ډكټران تربيه كولې شي۔ تر دې دمه 35 زره ټېسټونه شوي ۔ پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف ووئيل د كمېټۍ په جوړولو د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر مننه كوؤ۔ ډاكټر ظفر مرزا كمېټۍ ته بريفنګ ??ښې ووئيل دا مهال هېواد ??ښې د ټېسټ كولو صلاحيت 6584 دے۔ په سركاري توګه كورونا ټېسټ وېړيا كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان ??ښې د ټېسټ شمېره تر 2000 رسول غواړو۔ د پی آر سی مشین د لارې د وائرس موجودګۍ ټېسټ كولې شي۔ ده ووئيل په كورونا وائرس به د 25 كسيزه پارلماني كمېټۍ راروانه غونډه د اپرېل په 9 مه نېټه د ورځې 12 بجې پارلېمنټ هاؤس ??ښې كېږي۔ غونډه ??ښې سناتورې شېري رحمن ٬ سناتور حاصل بزنجو او خواجه محمد آصف په شمول د بلوچستان نمائندګانو د وېډيو لنك د لارې ګډون كولو