اسلام آباد ۔ 4 اپرسل (اے پی پی) خارجه وز??ر مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د امريكا لخوا د ډینیل پرل کېس حوالې سره رامخې ته كېدونكي تحفظات فطري دي۔ د خالي په ورځ د ډینیل پرل کېس حوالې سره په مهم بيان كښې خارجه وز??ر ووئيل ډینیل پرل يو نوموړې خبريال وو۔ اول خو دې تاوان لپاره وتښتولې شو او بيا ووژلې شو۔ دا خبر ټوله نړۍ كښې پېل شو او پاكستان ته هم ګوتې ونيولې شوې۔ په مونږ ټكونه وكړې شول۔ خارجه وز??ر ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې لويې قربانۍ وركړې دي۔ ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو اوږد جنګ كړې او دې ته ئې ماتې وركړې۔ ده ووئيل د ډینیل پرل کېس كښې تورن ونيولې شول ٬ مقدمه وچلېده او په آخر كښې درې تورنو ته د قېد او م??كزي تورن شېخ عمر ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ ده ته د اپېل حق ترلاسه وو۔ سندھ هائي كورټ اپېل منلو سره د ??ېد?? آباد كورټ لخوا درې تورونو ته وركړې شوې سزا معطل كولو سره دوئي بري او د شېخ عمر سزا ئې په 7 كاله زندان كښې د بدلولو احكامات جاري كړل۔ دې پرېكړې سره اندېښنه رامخې ته شوه۔ خارجه وز??ر ووئيل سندھ هوم ډيپارټمنټ د پبلك سېفټي ترسېوري لاندې 90 ورځو له د تورنو د نظربند ساتلو او د سندھ هائي كورټ د پرېكړې په ضد د اپيل كولو پرېكړه وكړه۔ د اپیل فورم موج??د دې اوس دا اړوند عدالت له كتل دي چې هغه د سندھ هائي كورټ پرېكړه په ځائې ساتي يا دا كالعدم ګرځوي۔