اسلام آباد 03 اپ??یل (اے پی پی)وزیرِ اعظم عمران خان د کرونا وائرس صو??تحال ترمخه د میډیا انډسټري او میډیا كارمندانو تحفظ لپاره اقداماتو له 5 كسيزه کمیټی جوړه كړې۔ کمیټۍ كښې د تعليم وزير شفقت محمود، خاص مرستياله ډاکټرفردوس عاشق اعوان، خاص مرستيال شهزاد اکبر، د اطلاعات سيكتر او ډاکټر شهباز ګل شامل دي۔ د جمعې په ورځ وزیراعظم میډیا آفس لخوا جاري بيان له مخې کمیټي د پاکستان براډ کارسټرز ایسوسی ایشن د اړخه وزیرِ اعظم ته ليږلې خط نه پس جوړه شوې۔ د کرونا وائرس پ?? وجه د رامخې ته شوي صو??تحال ترمخه میډیا انډسټری د ممکنه بحران څخه بچ كولو او ميډيا كارمندانو تحفظ په غرض د پاکستان براډ کاسټرز ایسوسی ایشن وزیرِ اعظم ته نيغ په نيغه خواست كړې ؤ او د انډسټری لپاره ئې د حکومت د اړخه د مرست?? غږ ؤ۔ كميټۍ ته د پاکستان براډ کاسټرز ایسوسی ایشن د اړخه د وړاندې كړو سفارشاتو جاج اخستو او ستونزو هوارولو لپاره ټاسك سپارلې شوې۔ وزیرِ اعظم عمران خان ووئيل کرونا وائرس له امله په رامخې ته شوي چیلنج قابو موندلو له ميډيا مهم كردار ??رس??ه كوي۔ده ووئېل کرونا په ضد جنګ كښې د اړوندو ډلو سره سره خبريالان او د ميډيا كارمندان د وړومبي صف كردار ??رس??ه كوي۔ ده ووئېل د میډیا كارمندانو تحفظ او انډسټری ستونزې كمولو لپاره به هر ممكنه هڅې كولې شي