اسلام آباد 21 دسمبر(اے پي پي) جسټس ګلزار احمد د خالي په ورځ د پاكستان د نوي ستر قا??ي د چوكۍ سوګند پورته كړو. ا??لس مشر ډاكټر عارف علوي په ايوان صدر كښې د يوې دستورې په مهال د هغه نه د هغه د چوكۍ سوګندو واخستو. په دستوره كښې وزيرا??ظم عمران خان او د ده د كابينې غړو، وړومبې مېرمن ثمينه علوي، د سېنېټ چيئرمېن، د قومي اسمبلۍ سپيكر، د سندھ او خېبر پښتونخوا ګورنرانو، د وسله والو ځواكونو مشرانو، د صوبائي هائي كورټس سترو قاضيانو، وفاقي محتسب، پخوانو سترو قاضيانو او د ليګل ټولنې سينئر غړو هم ګډون وكړو. د نوي ستر قا??ي د كورنۍ په غړو كښې د هغه مور بي بي سرتاج بېګم او كورودانې بيګم فوزيه ګلزار هم په دستوره كښې ګډون وكړو. د كلام پاك د تلاوت نه پس ا??لس مشر د نوي ستر قاضي نه سوګند واخستو. د سوګند پورته كولو نه پس ا??لس مشر او وزيرا??ظم نوي ستر قاضي سره لاس ملاٶ كړو او مباركي ئې وركړه.