اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې هند په شخړيز كشمير كښې په رياستي ترهه ګرۍ كښې ككړ دې٬د بابري جومات او په ګجرات كښې ?? مسلمانانو پھ قتل عام د هند عدالتونو په انصاف وركولو كښې پاتې راغلي٬نريندر مودي د اسلامي فوبيا او د ترهه ګرۍ كاټ كاروي٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ?? ټولو نه زياتې قربانۍ وركړي٬په شخړيز كشمير كښې ?? كرفيو ختمولو نه پس به غبرګون رامخې ته كېږي٬په افغانستان كښې پاكستان مركزي كردار او هند هېڅ كردار نه لري٬پاكستان د هند پشمول ټولو ګاونډيانو سره د ملګرتيا اړيكې غواړي٬په هېواد كښې ??ې امتيازه سپيځلې او موثر احتساب ښكار كېدل پكار دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پي ټي وي ورلډ سره مركه كښې وكړه۔اولس مشر په زلزله كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔ده وو??يل د پاكستان جوړېدو په وخت د اكثريتي آبادۍ په بنياد رياستونه پھ هند او پاكستان كښې ??امل شوي٬د كشمير مسئله د نيمې وچې د وېش نامكمله ايجنډا ده٬د اكثريت په بنياد د كشمير الحاق د پاكستان سره پكار دې ځكه چې د كشميريانو اكثريت د پاكستان سره الحاق غواړي خو هند په كشمير غېر قانوني قبضه كوي٬د جمو كشمير پھ حقله جواهر لال نهرو ملګرو ملتونو ته تلې وو او كشميريانو ته يې د رائے د شمېرې وركولو وعده كړې وه۔اولس مشر وو??يل نهرو په خپل ژوند كښې ??مر له وئېلي وو چې د كشمير شخړه د هغې ځاې د اولس د خوښې ??رمخه هوارول پكار دي خو د هند اوسني حكومت په يو اړخيزه توګه آرټيكل 370 او 35 اے معطل كړی۔ده وو??يل د كشمير ټول سياسي قيادت دا وخت په زندان كښې ??ې٬په كشميريانو ظلمونه كېږي او هغوي د بشري حقونو نه محروم كړی شوي۔ده وو??يل زه باور لرم چې د كشمير په حقله هند يوازې دې او هند د خپل ځان سره جنګ كوي٬هندې وزيراعظم مودي هند ته به”آر اېس اېس او په فيسطائي نظريه عمل كوي۔اولس مشر وو??يل مودي په آسام كښې ?? لاكونو مسلمانانو شهريت منسوخ كړی او په ګجرات كښې ?? زرګونو مسلمانانو په وژنه كښې ككړ دې۔امريكې تر ډېرې مودې مودي ته د ويزې وركولو نه انكار كړې وو۔ده وو??يل هند د اور سره لوبې كوي٬خپل كور ته پخپله اور ورته كوي٬ده وو??يل ملګري ملتونه او نور هېوادونه د كشمير په حقله حقائق نظرانداز كوي۔حضرت محمد”(ص)په آخري خطبه كښې ?? انسانيت منشور وړاندې كړی وو او د قانون په وړاندې ټول يو برابر يو۔ده وو??يل 35 لكه افغانان په پاكستان كښې مېشته دي٬نړۍ مونږ ته د انسانيت درس راكوي٬پاكستان په نړۍ كښې ?? كډوالو كوربتوب كونكې تر ټولو لويې هېواد دې۔ده وو??يل د كشمير په حقله په قانوني او اخلاقي توګه د پاكستان موقف مضبوط دې۔پاكستان كښې كه نړيوال عدالت ته ځي نو كيس مضبوط دې۔ده وو??يل هند د بهرنيو هېوادونو د سخت فشار سره مخ دې٬په كشمير كښې 9 لكه عسكر په ځاې كړی شوي او د آزادۍ لپاره په لاكونو كشميريانو قربانۍ وركړي۔ده وو??يل پاكستان په نړيوال فورم په خاص توګه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې ?? كشميريانو مقدمه او په اخلاقي او سفارتي توګه وړاندې كوي۔ده وو??يل د ګټورې خارجه پالېسۍ سره بهر د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته شوې٬زمونږ د تهذيب تاريخ ډېر لويې او د وياړ وړ دې۔ده وو??يل هند په كشمير كښې په زمكه قبضه كول غواړي او كشميران په اقليت بدلول غواړي٬په هند كښې چې څوك هم د پاكستان نامه اخلي هغوي ته پاكستان ته د تللو وئېلي شي