اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي) په برتانيه كښې د پاكستان هائي كشمنر محمد نفيس زكريا وئيلي دي چې د برتانيې د پارلمان غړي په مقبوضه جمو او كشمير كښې د هند ظلمونه په موثر توګه په ډاګه كوي٬ دوي د كشميريانو بشري حقونه باوري كولو لپاره ملګرو ملتونو ته خطونه هم لېږلي دي۔ يو نجي ټ?? وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د برتانيې د پارلمان 78 غړو په مقبوضه كشمير كښې پ?? اندېښمن صورتحال تفصيلي خبرې كړې دي او هغوي په سوشل مېډيا هم د دې مسئلې اهميت په ډاګه كوي۔ ??ه ووئيل چې نړيواله ټولنه هم په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو پرله پسې غندنه كوي٬ چرته چې د تېرو 35 ورځو نه كرفيو ده۔ ده ووئيل چې پ?? دې اړه په برتانيه كښې د دولس نه زياتې مظاهرې شوې دي۔ ?? پاكستان سفير ووئيل چې هغه په برتانيه كښې د نورو هېوادونو سفيرانو سره پرله پسې پ?? رابطه كښې دے او دوي ته وائي چې هند د ټولې منطقې سلامتيا په داؤ لګولې۔