اسلام آباد ۔ 11 ستمبر (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د اروپائي ائتلاف ځينې هېوادونه د مقبوضه كشمير صورتحال د نزاكت نه خبر دي ولې د خپلو سياسي سببونو په بنياد غږ نه پورته كوي۔ د پاكستان او هند ترمينځھ د درېم فريق لخوا مصالحت يوازنې آپشن دے۔ عسكري آپشن د افغان شخړې هوارے نه دے۔ د شورؤ په ورځ جنېوا كښې سوئيس ټي وي سره مركه كښې خارجه وزير ووئيل مقبوضه كشمير كښې صورتحال د اندېښنې وړ دے۔ د مواصلات په ذريعو د بندېز لامله حقائق نه رامخې ته كېږي۔ په دې لړ كښې د نړيوالې ميډيا او بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو كردار د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل هند چې د اګست په 5 مه نېټه كوم ګام پورته كړې ؤ هغې ټول حېرانه كړې وو ٬ خو هند ??ښې دغه خلقو قبول نه كړو۔ دا ګام د هغوي د خپل قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر ٬ د امنيتي كونسل د قراردادونو او د نړيوال قانون په ضد ؤ ۔ده ووئېل د هند ??خالفې ډلې ګوندونو د دې ګامونو په ضد غږ پورته كړے۔ خارجه وزير ووئيل هند بايد مقبوضه جموں و كشمير څخه كرفيو پورته كولو سره اولس ته د ژوند ??ولو حق وركړي۔ د افغانستان په اړه خارجه وزير ووئيل د طالبانو خبرو اترو ته كېناستل ٬ القاعده او آئي اېس اېس څخه لا تعلقي ښكاره كول٬ د طالبانو دا اشاره وركول چې د افغانستان زمكه به ?? امريكې يا د اتحاديانو په ضد د ترهګرۍ كارروايو له نه كارولې كېږي دا ټول مثبت پېشرفت دے او زما په خيال بايد دل خبرې اترې بيا چې پېل كړې شي ولې چې دې سره به ?? انټرا افغان خبرو اترو لارهواره شي او افغانستان كښې به ?? امن او استحكام هيله راپېدا شي ۔ ده ووئېل دا خبرې اترې آسانې نه دي ولې موقع وركول غواړي ۔ ده ووئېل پاكستان منطقه كښې امن له د ??صل??ت كردار ترسره كړې ولې چې مونږ دا ګڼو چې ملټري آپشن د افغانستان شخړې هوارے نه دے او امريكې هم مونږ سره دا خبره منلې ده ځكه پېشرفت شوے او مذاكرات پېل شوي دي