اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد كښې د پوليو د صورتحال په اړه د شورو په ورځ د اعلٰی كچ غونډه اوشوه۔په غونډه كشې د نېشنل هېلت لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاكټر ظفر مرزا٬د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی٬د بلوچستان وزيراعلٰی٬د پنجاب او سندھ چيف سېكتران او نور سينئر افسران مو??ود وو۔ په غونډه كښې نړيوالو شراكتدارو ادارو بل اينډ ميلنډا ګيټس څخه ډاكټر ټم پټيرسن٬ورلډ هېلت آرګنائزېشن نه ډاكټر پلتيها ګونار ستهنا ماهي مالے٬يونيسف نه ډاكټر جون ايګبور٬انجينئر انچيف لېفټيننټ جنرل معظم اعجاز٬پاكستان كښې د كاناډا هائي كمشنر وينډي ګلمور هم مو??ود وو۔د وزيراعظم د پوليو مخ نيو فوكل پرسن بابر عطاﺀ په هېواد كښې د پوليو په مو??وده صورتحال او په راتلونكې لائحه عمل تفصيلي بر??فن?? ورګرو۔ د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی٬د بلوچستان وزيراعلٰی٬ د پنجاب چيف سېكتر او سندھ چيف سېكتر لخوا صوبو كښې د پوليو خاتمې لپاره په پورته كړو ګا??ون?? بر??فن?? وركړو