اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي ټول ??ام د هېواد دفاع لپاره خپ??و وسله والو ځواكونو سره اوګه په اوګه ولاړ دے۔ اولس مشر دا خبرې په بلوچستان او شمالي وزيرستان كښې د ترهګرې په بريدونو كښې د شهيدو شوو كېپټن محمد عاقب جاوید، حوالدار خالد محمود، سپاهی عاطف الطاف، سپاهی حفیظ اللہ، سپاهی مرزا بابر، سپاهی محمد بچل، سپاهی نوید خان، سپاهی احسن عباس، سپاهی نادر حسین او سپاهی علی رضا كورنيو سره په ټيليفون را??طه كولو كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل قام به تل د خوږ وطن دفاع لپاره د خپل ځان قربانۍ وركوونكو شهيدانو قرض دار وي۔ اولس مشر د شهيدانو لوړو درجو او د دوي كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه او د دې كورنيو د بهادرې او حوصلې ئې ستائنه وكړه۔