واشنګټن 23 جول??ئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې امريك??ئي اولس مشر ډونلډ ټرمپ واضح كړې چې شريكې اړ??كې به د برابرۍ او باور په كچه وي٬ د پاكستان او امريكې مقصد منطقه كښې كوټلې امن دے٬ د نائن الېون نه پس د پاكستان او امريكې په اړ??كو كښې غلط فهمۍ پېدا شوې٬ د امريكې د دورې مقصد ځ??ئي اولس ته د پاكستان پحقله صحيح خبرتيا وركول دي٬ د پوځ پشمول ټولې ادارې حكومت سره دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د شورو په شپه کېپټل هل كښې د كانګرېس غړو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل اولس مشر ټرمپ مې د منطقې د صحيح صورتحال نه خبر كړې٬ د امريكې دورې نه پس به دوه اړخيزه اړ??كې په صداقت او باور آډانه وي۔ ده ووئيل امريكا كښې د پاكستان په اړ?? غلط فهمۍ وي٬ امريكې تل پاكستان څخه د ډو مور غوښتنه كړې٬ پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د زرګونو پشمول د ځانونو قربانۍ وركړې دي٬ د ماضي حكومتونو امريكا په صحيح توګه د زمكيزو حقائقو نه نه وه خبر كړې۔ ده ووئيل پاكستان ته د جغرفي??ئي په لحاظ سره په ګرده نړۍ كښې ځانګړې مقام ترلاسه دے۔ د دې نه وړاندې كېپټل هل ته په راتګ د كانګرېس غړو د وزيراعظم عمران خان تود هركلے وكړو او د وزيراعظم ئې په اردو ژبه هركلے وكړو۔ په دې موقع د كانګرېس په لويه شمېره غړي موجود وو٬ وزيراعظم عمران خان غړو سره مصافحه وكړه او وزيراعظم سره د كانګرېس غړي معرفي كړې شول۔ په دې موقع خپلې وېنا كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې وزيراعظم عمران خان يوازې پاكستان كښې نړۍ بلكې ګرده نړۍ كښې مقبول دې۔ ده ووئيل د پاكستان او امريكې د اړ??كو په مضبوطيا كښې د كانګرېس كردار مهم دے۔ په دې موقع خپلې وېنا كښې د كانګرېس سپيكرې نېنسي پلوسي ووئيل كېپټل هل ته په راتګ د وزيراعظم عمران خان هركلې كوٶ۔ دې ووئيل د پاكستان او امريكې اړ??كې ډېر مهمې دي٬ امريكا كښې يو شمېر پاكستاني ډاكټران خدمات ترسره كوي، سوئيلي آسياء كحې امن لپاره وزيراعظم عمران خان خدماتو ته سلام وړاندې كوٶ۔ د شيلا جېكسن پشمول د كانګرېس نورو غړو هم په دې موقع خپلې وېنا كښې ووېيل چې سوئيلي آسياء كښې د پاكستان كردار ډېر مهم دے٬ منطقه كښې امن لپاره د وزيراعظم عمران خان د خدماتو هركلې كوٶ۔ دوي ووئيل پاكستان سره به د تعليم او د تجديد ور توان په څانګو كښې مرسته كوٶ٬ افغانستان كښې امن لپاره د وزيراعظم خدمات د ستائنې وړ دي، د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان د زرګونو په شمېر قربانۍ وركړې دي۔ دوي ووئيل وزيراعظم عمران خان د افغان مسئلې تاريخي حل تجويز كړې٬ د پاكستان او امريكې اړ??كې به لا قوي او مستحكمې شي٬ پاکستان او امريکا د معيشت او امنيت پشمول يو شمير څ??نګو كښې شريك مفادات لري