اسلام آباد 10 جون (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان اولس ته خواست كړے دے چې د اثاثو څرګندولو د سكيم څخه استفاده كولو سره هېواد په پښو ودرولو ٬ خلق د غربت نه په ويستلو او د خپلو بچو د سباؤن په محفوظ كولو كښې مرسته وكړئ٬ تر څو چې م??نږ ??ېك?? ورنه كړو٬ زمونږ هېواد بره نه شي تللې٬ د بې نامې اثاثو٬ د بن?? اكاؤنټونو او بهر پرته پېسه څرګندولو لپاره به د جون د 30مې نېټې نه پس موقع نه وي٬ د پاكستانيانو په بهرنيو هېوادونو كښې د جائيدادونو او د بن?? اكاؤنټونو د معلوماتو لوظنامې شوې دي٬ عظيم قوم جوړېدو لپاره به مونږ ته خپل ځان بدلول وي۔ د ګل په ورځ په پاكستان ټيلي ويژن او رېډيو د قوم په نامه په خپل مهم پېغام كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د تېرو لسو كلونو په مهال په پاكستان قرض د 6 زره اربه روپې نه 30 زره اربه روپو ته رسېدلې٬ د دې اولس ته دا زيان رسېدلې چې م??نږ كومې هر كال 4 زره اربه روپې ??ېك?? جم?? كوو٬ په دې كښې نيمې يعني دوه زره اربه روپې د دې قرض د قسطونو په ادا كولو خرڅ كېږي او په پاتې نور رقم د هېواد خرڅ نه شي پوره كېدے۔ ده ووئيل چې پاكستانې هغه قوم دے كوم چې له بده مرغه تر ټولو كم ??ېك?? وركوي خو خېرات تر ټولو زيات وركوي۔ ده ووئيل چې كه په مونږ كښې جذبه راغله نو مونږ هر كال تر لس زره اربه روپو پورې ??ېك?? جم?? كولې شو۔ ده ووئيل چې تر څو چې م??نږ ??ېك?? ورنه كړو٬ زمونږ هېواد بره نه شي تللې٬ د بې نامې اثاثو٬ د بن?? اكاؤنټونو او بهر پرته پېسه څرګندولو لپاره د جون تر 30مه نېټه وخت دے۔ ټولو ته خواست دے چې د اثاثې څرګندولو په سكيم كښې ګډون وكړي۔ د بې نامې اكاؤنټونو٬ د بې نامې اثاثو او د بهر مېشته پاكستانيانو د جائيدادونو معلومات راځي او په دې لړ كښې لوظنامې هم شوې دي۔ زمونږ حكومت هغه معلومات لري كوم چې وړاندې كوم حكومت سره نه وو۔ وزيراعظم ووئيل چې تر څو كوم قوم په خپله هڅه ونه كړي الله تعالٰي ئې حالت نه بدلوي۔ د اثاثې څرګندولو د سكيم نه استفاده وكړئ او هېواد ته ګټه ورسوئ او د خپلو بچو سباؤن محفظ كړئ۔ موقع وركړئ چې م??نږ هېواد په خپلو پښو ودروو او خلق د غربت نه ??با??و۔