اسلام آباد ۔ 8 مئی (اے پی پی) په پاك ايران پوله د پټروليم مصنوعاتو قاچاق مخنيوي له به هر ډول مرسته كولې شي۔ دا خبره د وزيراعظم خاص مرستيال نديم بابر ايراني سفير مهدي هنر دوست سره د شورؤ په ورځ د پټروليم ډويژن وزارت كښې ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې د وزيراعظم عمران خان د ايران په اوسنۍ دوره هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ندیم بابر د پاكستان او ايران ترمينځھ د مذهبي ٬ فرهنګي او تاريخي مشتركاتو ذكر كولو سره ووئيل اوس به د ايران او پاكستان ترمينځھ دوه ا??خيزه ا??يكې زياتولو له ګامونه پورته كول وي۔ ای??ان?? سفیر سی پېک منطقې له ګېم چېنجر ګرځولو سره ووئيل ايران هم په دې لړ كښې مهم كردار ترسره كولو له چمتو دې۔ ايراني سفير پاکستان سره د مشترکہ آف شور ګېس او تېل په لټون كښې هم خوښي ښكاره كړه۔ ای??ان?? سفیر په ډاګه كړه چې تهران او اسلام آباد دوه ا??خيزه ا??يكې مستحكم كول غواړي۔ ملاقات كښې د منطقې په مجموعي صورتحال او د شريكې خوښې پ?? چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دغسې دغسې ددواړو هېوادونو ترمينځھ د اړيكو په استحكام او دې ته په وده وركولو هم خبرې وشوې۔