اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان كو??يا سره خپلو سفارتي اړيكو ت?? ډېر اهميت وركوي٬د پاكستان او كو??يا د ملګرتيا اړيكې لري چې د كومو بنياد چې په شريك باور او پوهه اډاڼه دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمهوريا كو??يا پارليماني پلاوي سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كړې۔په پلاوي كښې د كو??يا د قامي اسمبلۍ د خارجه چارو او يونيفيكېشن كمېټۍ څل??ر غړي شامل وو۔اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت د حقيقي صلاحيت ??خ كم دے ٬د دوه اړخيزه تجارت حجم زياتوالي لپاره د ګامونو پورته كولو ضرورت دے۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه به د آزاد تجارت لوظ نامه په دې لړ كښې يو مثبت ګام وي۔ده په پاكستان كښې پھ بېلو څانګو كښې د كو??يا كمپنو لخوا په سرمايه كارۍ كښې د پرله پسې زياتوالې هركلے وكړو۔اولس مشر ووئيل دې څخه د پاكستان په معيشت د كو??يا كاروباري كمپنو د باور څرګندونه كېږي۔ده د كو??يا په كمپنو زور راوړو چې هغوي په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ښو موقعو او د حكومت سرمايه كار دوسته پالېسو څخه ګټه پورته كولو سره كان كني٬د كركيلې صنعت او د آئي ټي په څانګو كښې سرمايه كاري وكړي۔ده په دې امر د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې د پاكستان څخه زده كړو لپاره كو??يا ته د تلونكو زده كونكو شم??ر زياته شوې۔ده د كال 2019 لپاره د پاكستانو خواري كښو په كوټه زياتولو د كو??يا حكومت مننه وكړه۔د كو??يا پارليماني پلاوي ووئيل كو??يا او پاكستان د يوبل څخ?? ډېر څه زده كوي۔پلاوي ووئيل پاكستان د بدھ مت اثارو خزانه لري كومه چې د غېر ملكي سېلګرو لپاره زړه راښكونكي ده