جهلم۔ 7 اپرېل (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاكستان سوئيلي آسيا كښې د سېلګرۍ مركز جوړولو عزم لرو۔ وزيراعظم عمران خان د سېلګرۍ وده كښې ژوره خوښي لري۔ د جهلم په شمول په ګرد هېواد كښی د سېلګرۍ ښكلې ځايونه شته۔ د نړۍ څلور لوئې مذهبونه د پاكستان د تهذيب او كلتور برخه دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د جشن جهلم په اړه دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ??وئ??ل وزیراعظم عمران خان د سېلګرۍ وده كښې ژوره خوښي لري۔ هېواد كښې د سېلګرۍ ودې له ګامونه پورته كولې شي۔ ده ??وئ??ل پاكستان يو ښكلې هېواد دې ۔ ددې په اړه غلط فهمۍ پېدا كړې شوې دي۔ ده ??وئ??ل مونږ د سېلګرۍ ودې د لارې د هېواد د مثبت تشخص رامخې ته كولو عزم لرو۔ ده ??وئ??ل پاكستان كښې د مذهبي ٬ تهذيبي او غرونو سېلګرۍ موقعې موجود دي۔ وفاقي وزير وئيل قلعه روهتاس په سوئيلي آسيا كښې تاريخي حېثيت لري۔ دغسې منګلا فورټ او كټاس راج هم مهم ځايونه دي۔ ده ??وئ??ل جهلم عظيم تاريخ او ورثه لري۔ وفاقي وزير ??وئ??ل د موجوده حكومت د سېلګرۍ ودې له پورته كړې ګامونو سره به هېواد د سېلګرۍ مركز ??وړ شي۔ دستوره كښې هندي هائي كمشنر ٬ د كاناډا هائي كمشنر ٬ د مصر سفير ٬ د اطلاعاتو سېكتر او د نورو هېوادونو سفيرانو په شمول د ملكي او غېر ملكي ميډيا نمائندګانو ګڼ شمېر كښې ګډون وكړو۔