اسلام آباد 03 اپریل (اے پی پی) د كورن??و چارو دوهم وزير شهریارآفریدی وئيلي دي پاکستان د نړۍ امناك او تر ټولو محفوظ ریاست دے ، د پاکستان اصل عكس پ?? ښه ډول نړۍ ته وړاندې كوو ، ټول پاکستان د ??ېل??رو لپاره پرانستلې شوې ، د ټولې نړۍ اولس له بلنه وركوو چې پاکستان ته راشي او اوګورې چې پاکستان امناك او تر ټولو محفوظ ریاست دے، هېواد كښې امن لپاره په پاك افغان پوله خاردار تار لګولې كېږي، مونږ هڅه كوو چې په پاك ایران پوله هم خار تار ولګولې شي ، هېواد كښې د ??ېل??رۍ ودې لپاره ویزہ رجیم كښې بدلون او این او سی کلچر ختم كړې شوې۔ ده د شورو پھ ورځ کنوونشن سینټر كښې ’’پاکستان ټ??رر??م سمټ‘‘ ته خطاب کولو۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن، د خېبر پښتونخوا د ??ېل??رۍ وزير عاطف خان، د ګلګت بلتستان د ??ېل??رۍ وزير فدا خان هم پھ دې مهال موجود وؤ۔ دوهم وزير شهریارآفریدی ووئيل د ??ېل??رۍ ودې له امن راوستل بنیادی حیثیت لري، د ترهه ګرۍ په ضد كامياب جنګ په نتيجه كښې نن د امن وضعه ښه شوې، دا ټولې کامیابۍ مونږ د يو ټيم ورك په توګه كار كولو سره ترلاسه كړې۔ ده ووئيل په 2015ء كښې چې كله مونږ په اپوزیشن كښې وؤ نو د پارلمان غړو او خبريالانو يو پلاوي سره مونږ د هند دوره كړې وه چرته چې مونږ د كركيلې ، سیلګرۍ ، میډیا کردار او پولیس اصلاحات وكتل ، هغه وخت زمونږ سره د ??ېل??رۍ پالیسی هم نه وه۔ ده ووئيل كله چې زمونږ حکومت جوړ شو نو د وزیراعظم عمران خان په ترجیحاتو كښې ??ېل??رۍ ته ښھ مقام ترلاسه ؤ، وزیراعظم عمران خان د ??ېل??رۍ ودې له شپه ورځ كار كړې۔ده ووئيل د ??ېل??رۍ ودې له امن ښه حیثیت لري،په وړومبي ځل هېواد كښې ټول هېواد کینټونمنټس پرانستلې شوې، زمونږ چیلینج دے چې نړۍ پاکستان ته راشي او زمونږ امناكه او محفوظ پاکستان اويني، مونږ ثابت کړې چې پاکستان يو امناك او محفوظ هېواد دے۔ده ووئيل هېواد كښې امن لپاره په پاك افغان پوله خار دار تار لګولې كېږي ، مونږ هڅه كوو چې په پاك ايران پوله هم خار دار تار ولګولې شي۔ده ووئيل حکومت د ??ېل??رۍ ودې له يو ښه اقدام دا هم كړې چې ویزہ رجیم ئې بدل كړې، 175 هېوادونو له ای ویزہ ،50 هېوادونو له ویزہ آن آرائیول او بزنس ویزہ پشمول ټولې ويزې آسانې كړې شوي۔ دوهم وزير ووئيل په يو څو ورځو كښې به ویزہ آن آرائیول، ای ویزہ اسانيو ټولې تقاضې ترسره كولو نه پس د ټولې نړۍ ??ېل??رو له هر ډول اسانۍ وركړې كېږي۔ ده هيله څرګنده كړې چې نوې ویزا پالیسی به ??ېل??رۍ ودې له مرستياله وګرځي۔