اسلام آباد 31 جنوری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د وزيراعظم وياند نديم اف??ل چن د زيارت په سپيكر هاؤس كښې ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د هې??اد په مجموعي معاشي او سياسي ص??رتحال او د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې وكړې شوې۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل هې??اد ته په ورپېښو چېلنجونو قابو موندلو لپاره مونږ ته د صبر نه كار اخستو او د اختلافاتو هېرولو سره د اتحاد پېدا كولو ضرورت دے۔ده ووئيل په ايوان كښې ټول غړي د هغه په نظر كښې برابر او يو ډول اهميت لري۔ده ووئيل د ايوان ماحول ښه ساتل او اولس لپاره د قانون سازۍ عمل ګړندې كول د دوي وړومبۍ ترجيح ده۔ده ووئيل د نديم اف??ل چن د كوم تعلق چې يوې نامتو سياسي كورنۍ سره دے او هغه پخپله هم يو پوهه او فعاله سياسي لارښود دے٬د وزيراعظم د وياند په توګه ټاكنه ښه پريكړه ده۔ند وزيراعظم وياند نديم اف??ل چن د سپيكر مننه كولو سره په ايوان كښې د هغه په بې طرفه كردار ستائنه وكړه۔ده ووئيل اوسنې حك??مت د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هې??اد څخه د ترهه ګرۍ٬غربت٬ناخواندګۍ او د كرپشن خاتمې سره سره د عام وګړي د ژوند معيار لپاره هڅې كوي۔ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د اوسني حك??مت د مثبتو پالېسو په نتيجه كښې به د هې??اد په چېلنجونو قابو وموندلې شي او هې??اد به د پرمختګ او خوشحالۍ په سفر روان شي