اسلام آباد 22 جنوری (اے پي پي) د پيپلز ګوند د قومي اسمبلۍ غړي سيد خورشيد احمد شاه وئيلي دي چې د ساهيوال په پېښه د كوم پوائنټ سكورنګ كولو ضرورت نشته٬ دا د بشري حقونو مسئله ده٬ په دې د ايوان دواړې غاړې يو ډول دريځ لري٬ مونږ غواړو چې پارلماني كمېټي د پېښې د ذمه وار ټاكنه وكړي۔ د نهې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د ساهيوال په پېښه بحث كښې برخه اخستلو سره د ده ووئيل چې د ساهيوال په پېښه د جے ائي ټي را??ور راتلونكې و او پرې دلته بحث كېدونكې و خو را??غلو۔ ده ووئيل چې په دې پېښه د كوم پوائنټ سكورنګ كولو ضرورت نشته٬ دا د بشري حقونو مسئله ده٬ په دې د ايوان دواړې غاړې يو ډول دريځ لري۔ دې پېښې سره د امريت دور را??ادېږي كوم خلق چې امن او امان را??لي٬ هغوي د امن او امان ستونزه نه پېدا كوي۔ ده ووئيل چې څنګه دا خلق شهيدان كړے شول٬ داسې خو ت??هګ?? هم نه وژل كېږي۔ په دې پېښه كښې صوبا??ي حكومت په مكمل توګه كك?? په نظر راځي۔ د دې پېښې نه پس څلورو وزيرانو پرېس كنفرنس كولو سره هغوي ت??هګ?? او د داعش غړي وګرځول او د ګاډي نه ئې د وسلې ترلاسه كېدو خبره هم وكړه۔ آ??ا د پنځو نه تر ديارلس كلونو ماشومان ت??هګ?? وو۔ كله داسې هم شوي دي چې څوك ت??هګ?? ګرځولو سره ووژل شي او هغوي لپاره د دوه كروړه روپو وركولو اعلان وكړے شي۔ د اعلٰي وزير او وزيرانو دريځ يو نه دے۔ حكومت دې د ذمه وارې احساس وكړي۔ ده ووئيل چې مونږ غواړو چې پارلماني كمېټي د پېښې د ذمه وارو ټاكنه وكړي