اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د من?? لان??رن?? په حقله د جرمون?? په موثره ډول مخ نيوي له په يوه اونۍ كښې دننه قانون سازۍ له د حتمي شكل وركولو او د حوالې ٬ هنډې او نورو غېر قانوني يا كرپټ هلو ځلو بشپړه خاتمې له د اوسنو قوانينو لا قوي كولو هم سپارښتنه كړې ده۔وزيراعظم د قانون د لارې د ترسيلات زر لا ډاډګيرنې له د آسانيو هم منظوري وركړې ده۔دا پريكړه د جمعې پھ ورځ وزيراعظم په خپل دفتر كښې د يوې غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر٬آټارني جنرل انور منصور٬د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري٬افتخار دراني٬وفاقي سېكترانو ٬د اېف آئي اے ډي جي٬د ناد??ا چيئرمېن او نورو چارواكو ګډون كولو۔غونډه كښې پريكړه وشوه چې سټېټ بانك به هېواد كښې د جعلي اكاؤنټس پرانستلو ا?? په چلولو كښې د ككړو عناصر?? په ضد كاروائي كوي۔وزيراعظم د خزانې سېكتر ته د پاك افغان ټرانزټ ټرېډ لوظ نامې ترمخه د تجارت څارنې په غرض د وړاندېزونو ج??ع كولو امر وكړو۔غونډه كښې د من?? لان??رن?? او نورو غېر قانوني هلو ځلو كيسونو څخه په غوره ډول مقابلې له د اينټي من?? لان??رن?? ايكټ 2010 پشمول په اوسني قانون كښې د بدلون پريكړه وشوه۔داخله سېكتر غونډې ته ووئيل د من?? لانډنرنګ مخ نيوي په قانون غوره عملدرآمد له قانوني او انتظاميې خنډان په ګوته كولو او د من?? لان??رن?? خاتمې له وړاندېزونو لپاره په قامي او صوبائي كچه ټاسك فورس جوړ كړی شوې كوم چې د حوالې يا هنډې په هلو ځلو كښې د ككړو كسانو او ادار?? په ضد په وخت د كاروائۍ مېنډېټ لري۔نېشنل ټاسك فورس به وزيراعظم هاؤس كښې په مياشتنيز بنياد د كاركردګۍ راپور ج??ع كوي۔داخله سېكتر د اسلام آباد هوائي مېدان د ماډل ايئرپورټ جوړولو ٬مني لان??رن??٬ قاچاق او نورو غېر قانوني هلو ځلو مخ نيوي له په طورخم د ټركونو سكينر لګولو پشمول بېل اقدامات په ګوته كړل ۔ دغسې وزيراعظم د قانون د لارې د ترسيلات زر رالېږلو ډاډګيرنې له د آسانيو يو پېكج هم منظوري وركړه