ریاض 23اکتوبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د نوې پاكستان مطلب خوږ وطن د پاكستان جوړونكو اص??لو او تصورارتو له مخې اسلامي٬فلاحي او جمهوري رياست جوړول دي٬هېواد كښې سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو٬د مالياتي خسارې كم??لو ٬مني لانډرنګ او د كرپشن پھ مسئلو قابو موندلو لپاره د حكمت عملۍ له مخې كار كوو٬ځايې او نړيوالو سرمايه كارو ته پھ زړه راښكونكې ماحول ورك??لو ته پام لرنه كوو ٬د هند پشمول ګاونډيانو هېوادونو سره په امن پاتې كېدل غواړو٬بهرنيو سرمايه كارو ته د ون ونډو آسانې وركړې كېږي٬سمندر پورې پاكستاني??ن په قانوني توګه ترسيلات زر رالېږلو ته راغب كولې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د سعودي په پايه تخت رياض كښې په سباؤن كښې د سرمايه كارۍ موقعو پھ عنوان د نړيوال كنفرنس په موقع د پوښتنو او ځواب ورك??لو په ناسته كښې وكړې۔وزيراعظم عمران خان د ناستې په پېل كښې د خپل وژن وړاندې ك??لو سره ووئيل په حقيقت كښې دا هغه نوے پاكستان دے كوم مقصد لپاره چې پاكستان جوړ شوې ؤ ۔د نوي پاكستان مطلب د پاكستان د جوړونكو اص??لو او تصوراتو له مخې يو اسلامي فلاحي او جمهوري رياست جوړول دي٬ ده ووئېل پاكست??ن په هغو دوو هېوادونو كښې يو دے كوم چې د نظريې په بنياد جوړ شوي ٬پاكستان د اسلام د نظريې په بنياد جوړ شوې كله چې مونږ د نوي پاكستان خبره كوو نو په اصل كښې دا د پاكستان د جوړونكو د وژن په بنياد كوو چا چې د وړومبي اسلامي رياست مدينې د اص??لو پھ بنياد اسلامي فلاحي رياست جوړ??لو له هلې ځلې كړې او دا اصول انصاف٬د مېرټ بالادستي٬فلاحي رياست او خلقو ته علم وركول وو۔ده ووئيل نوې پاكستان هم د دغې اعلٰی و ارفع اص??لو عملي ك??لو د وژن نوم دے٬ځكه مونږ د خلقو تعليم٬د رياستي ادارو مضبوطيا٬انصاف ورك??لو او انساني پرمختګ لپاره كار كوو۔وزيراعظم په دې لړ كښې د سوئزرلينډ٬سكينډے نيويا د ځينو هېوادونو مثال وړاندې كړو چرته چې په دې اص??لو عمل شوې۔وزيراعظم ووئيل مونږ هم په پاكستان كښې آئيډيل اسلامي رياست تشكيل ك??لو لپاره هڅې كوو۔د معاشي صورتحال پھ اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل مونږ ته دوه لويې خسارې په ميراث كښې پاتې شوي چې پكښې مالياتي خساره او د كرنټ اكاؤنټ خساره شامله ده ٬په دې مسئله قابو موندلو لپاره مونږ ته د برآمداتو زيات??لو ضرورت دے او په دې لړ كښې حكمت عملي جوړولې شي چې دغسې د زرمبادله پانګې زياتې كړی شي۔ عمران خان ووئيل په دې وخت كښې هېواد ترسيلات زر ته اړتيا لري۔دې مقصد لپاره د بهر مېشته پاكستانيانو كردار ډېر مهم دے۔ ده ووئېل دوي به د بانكونو د لارې ترسيلات زر رالېږلو ته راغب كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل د نورو پرمختګ كوونكو هېوادونو پشان مونږ هم د مني لانډرنګ پشان چېلنج سره مخ يو۔د تېرو دوو مياشتو نه د دې مخ نيوي لپاره اقدامات كوو۔