د پوځ سرلښكر جنرال قمر باجوه د چين اولس مشر شي جن پنګ سره وليدل
پېنډۍ 19ستمبر (اے پی پی) د چين اولسمشر شي جنګ پنګ وئيلي دي پاكستان په هر ازمېښت كښې زمونږ ازمائيلي دوست دے٬ په دې كلكه دوستۍ كښې ??اك پوځ مهم كردار لري۔ ده دا خبرې د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره كړې چا چې د شورو په ورځ په بيجنګ كښې اولس مشر شي جن پنګ سره ملاقات كولو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د چين اولس مشر شي جن پنګ سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال په سيمه ايزه امنيتي وضعه او په چېلنجونو خبرې اترې شوې ۔ د چين اولس مشر په دې موقع ووئيل پاكستان په هر ازمېښت كښې زمونږ ازمائيلي شو?? دوست دے٬ په دې كلكه دوستۍ كښې ??اك پوځ مهم كردار لري۔هغه د پاكستان وسله والو ځواكونو د پېشه وره صلاحيتونو ستائنه كولو سره په سيمه ايز امن او استحكام كښې د دوي كردار تسل??م كړو۔د چين اولس مشر ووئيل چين به د ستراتېژك پارټنر په حېث د پاكستان ملاتړ روان ساتي۔ هغه ووئيل بي آر آئي او سي پېك مخالفت كوٶنك?? به ??له هم پخپلو عزائمو كښې ??امياب نه شي ځكه چې د امن او پرمختګ دا منصوبه نه يوازې چين بلكې ټولې منطقې او نړۍ لپاره ګټوره ده۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د چين دورې په بلنه وركولو ٬ د پاك پوځ د پېشه وره صلاحيتونو او په سيمه ايز امن او استحكام كښې د كردار په اعتراف د چين اولس مشر مننه وكړه۔ سرلښكر ووئيل پاكستان د امن اهميت نه ښه خبر دې او امن لپاره ئې ډېرې قربانۍ وركړې ۔د ټولو مخالفتونو باوجود به د بي آر آئي او سي پېك منصوبه كاميابېږي٬ پاك پوځ به په هر ډول د سي پېك امنيت باوري كوي۔