اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د اسلامي جمهوريه اېران د وسله والو ځواكونو چيف ??ف سټاف مېجر جنرال محمد بغيري به ډېر زر د پاكست??ن دوره وكړي۔ جنرال بغيري به د پاكست??ن د سركاري دورې مهال د اعلٰي پوځي پلاوي مشري كوي۔ د اېران جنرال د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په بلنه د پاكستان په دوره راځي۔ د اېران جنرال او د پاكستان اعلٰي چارواكو ترمېنځه په ملاقاتونو كښې به په دوه اړخيزه اړيكو٬ دفاعي مرسته٬ د پولې له بلې خوا په مرسته٬ د ترهګرې په ضد جنګ او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې كېږي۔ د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د ملاقات په مهال به د پاكستان آرمي چيف لخوا د تهران دورې په مهال د اېران- پاكست??ن د دفاعي لوظنامې جاج هم اخستلې شي۔