اسلام آباد ۔ 8 جون (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د پاكستان حكومت او اولس لخوا د كشميري اولس د ملګرو ملتونو د اړوند قراردادونو ترمخه د خپلواكۍ جائز حق ترلاسه كولو د روانو هڅو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتلو له د خپل لوظ ??خلي كولو سره په دې خبره زور راوړې چې د كش??ير پخوانۍ شخړې هواري له خبرې اترې او سفارتكاري يوازنې حل دے۔ ده دا خبره د آزاد جموں او كش??ير اولس مشر سردار مسعود خان سره خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ ايوان وزيراعظم كښې ده سره ملاقات وكړو۔ د آزاد كش??ير اولسمشر د وزارت عظمی په منصب سنبالولو وزيراعظم ته مباركي وركړه۔ د ملاقات په مهال د آزاد كش??ير په مجموعي وضعه او مقبوضه كش??ير كښې د هندي ځواكونو په زور ظلم او زياتي او د بشري حقونو په سختو خلاف ورزيو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ لنډ مهاله وزيراعظم مقبوضه كش??ير كښې د روانې رياستي ترهګرۍ په سمدستي توګه د ختمولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د كش??ير شخړه د تشدد او طاقت كارولو د لارې حل كېدې نه شي۔ ددې پخوانۍ شخړې يوازنې حل خبرو اترو او سفارتكارۍ سره تړلې?? اولسمشر وزيراعظم ته ووئيل ټول آزاد جموں وكش??ير نن د جمعې ورځ د فلسطين او كش??ير ورځې په توګه لمانځي دغسې چې نړيوالو ادارو ته د اړوند قراردادونو ترمخه ددوئي ذمه وارۍ او ددې مسئلو حل ياد كړې شي