کراچی ۔ 20 مئی (اے پی پی)د چين سېنټرل ملټری کمېشن دوهم چیئرمین جنرل چانګ یو ??ا د پاكستان سركاري دوره وكړه۔ د اتوار په ورځ د جاري كړې شوې اعلاميې ترمخه د خپلې دورې په مهال ده نېول هېډکوارټرز اسلام آباد كښې د مئي په 18 مه نېټه د پاك سمندري ځواكونو مشر اېډمرل ظفر محمود عباسی سره ملاقات وكړو۔ په دې مهال پېشه ورو چارو سره سره د موجودہ او سباؤن بحري همكارۍ په بېلو معاملو هم بحث وشو۔ د دورې په دوهمه برخه كښې دوهم چيئرمېن جنرل چانګ يو شا كراچۍ كښې د پاك بحريه بېلو تنصيباتو دوره وكړه۔ كراچۍ ته په راتګ کمانډر کراچی ریئر اېډمرل آصف خالق دده هرك??ې وكړو۔ د پاك سمندري ځواك جهاز ته په راتلو د پاك سمندري ځواك دوهم ??شر اېډمرل کل??م شوکت جنرل چانګ یو ??ا ته هرك??ې ووې۔ د پاك سمندري ځواك يوې چمتو ډلې ده ته سلامي هم و??اندې كړه۔ ده د پاك بحريه جهاز عملې سره ملاقات وكړو او د پاك بحريه د چارواكو او ځوانانو پېشه ور مهارت ئې وستائلو۔ دې دورې سره به د د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي مرسته او په خاص توګه د وسله والو ځواكونو ترمينځھ همكاري لا مستحكم شي۔