اسلام آباد 15 مارچ (اے پي پي) د اسلامي پوهنتون صدر ډاكټر احمد يوسف الدريوېش د زيارت په ورځ د سېنېټ نوي ټاكل شوي چيئرمېن مير صادق خان سنجراني سره ملاقات وكړو او هغه ته ئې په سېنېټ كښې د چيئرمېن په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه۔د پ??هنتون صدر د سېنېټ چيئرمېن لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او هيله يې څرګنده كړه چې د خپ??ې چوكۍ د لارې به هغه د هېواد پرمختګ لپاره بشپړه ګامونه پورته كړي۔هغه د سېنېټ چيئرمېن د اسلامي پوهنتون كليات٬ذيلي ادارو او د اوسني جامعه لخوا د اسلام د پېغام امن ودې لپاره د شويو هلو ځلو په اړه هم خبر كړو۔په دې موقع د بحرين پخوانې دوهم سپيكر شېخ عادل المعاوده٬ د پاكستان ګارنټي ايكسپورټ كارپورېشن چيف ايګزېكټيو آفيسر ميا محمود او سينئر وائس پرېډېډنټ ??حمد حسن كاملي هم موجود وو۔د دې څخه وروستو شېخ عادل المعاوده د خپ?? پلاوي سره د اسلامي پوهنتون دوره وكړه او هلته يې د پ??هنتون رېكټر ډاكټر معصوم يسٰين زئي او د پ??هنتون صدر ډاكټر احمد يوسف الدريوېش سره په تعليمي مې??ان كښې د دوه اړخيزه مرستې په موقعو لټولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په دې موقع د جامعه نائب صدر ډاكټر محمد منير هم موجود وو