اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په هېواد كښې د زياتېدونكې آبادۍ ضروريات ترسره كولو لپاره د ??وب?? د وسيلو مناسب كارولو او تحفظ لپاره په صوبائي او وفاقي كچه د موثره اقداماتو كولو په ضرورت زرو راوړلو سره سپارښتنه كړې چې د ??وب?? د قامي پالېسۍ مسودې ته د صوبو په مشاورت زر حتمي شكل وركړې شي۔ده دا خبرې د وزيراعظم په دفتر كښې د زيارت په ورځ د ??وب?? د قامي پالېسۍ مسودې په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وزير احسن اقبال٬د پلاننګ كميسون دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز٬د برېښنا دوهم وزير سردار اويس احمد خان لغاري او اړوند وفاقي سېكترانو او اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو۔د پلاننګ كميسون دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز غونډه د ??وب?? د قامي پالېسۍ په لړ كښې خبره كړه۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ??وب?? د اوسنيو وسيلو موثره تحفظ او انتظام لپاره د پالېسۍ فريم ورك په و??عه كولو د پلاننګ كميسون دوهم چيئرمېن او د هغه د ډلې هڅې وستائېلې۔وزيراعظم ووئيل تازه ??وب?? يو نعمت او محدوده وسيله ده كومه چې ورو په ورو كمېږي۔ده ووئيل د هېواد د زياتېدونكې آبادۍ د راتلونكي وخت ضروريات تر سره كولو لپاره نه يوازې د ??وب?? د وسيلو مناسب استعمال بلكې د تحفظ او سائنسي انتظام لپاره په صوبائي او وفاقي كچه د موثره اقداماتو كولو ضرورت دے۔وزيراعظم امر وكړو چې د پالېسۍ مسوده صوبو سره په مشاورت جوړه كړې دغسې چې زر حتمي شكل وركړې شي۔وزيراعظم د صوبائي حكومت برخه ضروري ګرځولو سره د پلاننګ كميسون دوهم چيئرمېن ته ووئېل چې معامله د شريكې ګټې كونسل ته وړولو نه وړاندې اتفاق لپاره صوبائي حكومتونه په دې عمل كښې شريك كړئ