اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وئيلي دي چې د فاټا مسئله دې د پاكستان د آئين په رڼا كښې ځائي اولس او جرګو سره د مذاكراتو د لارې هواره كړې شي۔ د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده وو????ل د فاټا پحقله زمونږ دريځ واضح دے دا مسئله بايد د خبرو اترو د لارې هواره كړې شي ٬د فاټا په اولس دې هيڅ قسمه پرېكړه ونه تپلې شي ٬ په هره پرېكړه كښې د قبائيلو رضا مندي پكار ده ۔ ده وو????ل د فاټا مسئله دې د پاكستان د آئين په رڼا كښې ځائي اولس او جرګو سره د مذاكراتو د لارې هواره كړې شي٬ مولانا فضل الرحمن وو??يل تېره شپه وزيراعظم ٬ د سېفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ او د قامي سلامتيا سلاكار ناصر جنجوعه زما كورته راغلي وو۔ دوئي سره تفصيلي خبره شوې او دوئي ته مې په دې اړه خپل دريځ وړاندې كړو او ددوي دريځ مې هم واورېدو۔ ده وو??يل ما د وزيراعظم په چېمبر كښې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په موجودګۍ كښې د پوځ سرلښكر سره ملاقات وكړو۔ په دې مهال د پوځ سرلښكر سره د فاټا په مسئله تفصيلي خبره وشوه۔ زمونږ دريځ دا وو چې د فاټا ??ولس رضامن??ي بايد ترلاسه كړې شي او كوم هم آئيني سقم باقي پاتې نه شي۔ ده وو????ل دا مسئله زمونږ دا ذات نه بلكې قامي مسئله ده۔ د رائې اختلاف د هر چا حق دے۔ په دې لړ كښې به فاټا ??پريم كونسل سره وزيراعظم په خپله خبره وكړي۔ بله خبره دا ده چې په آرټیکل 247 او 175 دې آئيني پوهانو څخه لارښودنه ترلاسه كړې شي۔ دا هغه دوه خنډان دي ك??م چې بايد لرې كړې شي۔ مولانا فضل الرحمن وو??يل اچكزئۍ چې كوم دلائل وركړې دي هغه ئې د خپلې غوښتنې په بنياد وركړي۔