اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) سناتورې راحيله مګسي وئيلي دي چې د علامه اقبال اوپن پ??هن??ون تعليمي او سماجي خدمات د قدر او نورو پ??هن??ونونو لپاره د تقليد وړ دي۔ هغې دا خبرې د سېنېټ قائمه كمېټې د غونډې په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د تعليم وفاقي وزير انجينئر بليغ الرحمان٬ د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد٬ د پ??هن??ون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر شاهد صديقي٬ سناتور مشاحد حسېن سيد٬ سناتورې ګ?? بشرا٬ سناتورې سحر كامران٬ سناتور اعظم سواتي او د اېن سي اېچ ډي مشرې رزينه عالم خان ګډون وكړو۔ د پوهنون وائس چانسلر شاهد صديقي د سېنېټ قائمه كمېټې ته د پ??هن??ون د اقداماتو او تعليمي خدماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ سناتور راحيله مګسي او سناتورې سحر كامران د پ??هن??ون كاركردګي ستائيلو سره په سندھ كښې د پ??هن??ون نورو سيمه ايزو دفترو جوړولو لپاره د وړيا زمكې وركولو اعل??ن وكړو۔ سناتور اعظم سواتي په خېبر پښتونخوا كښې پ??هن??ون ته د فزيكل اسانيو برابرولو اعل??ن وكړو۔ سناتور مشاهد حسېن سيد د درې كلونو په موده كښې د پ??هن??ون په فعالولو د شاهد صديقي ستائنه او مننه وكړه ٬ د كمېټې غړو د پ??هن??ون په اقداماتو د اطمينان څرګندونه وكړه۔