نيورياك 01 نومبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پ??كستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي د پ??كستان لخوا د ترهګرې خاتمې لپاره د پ??پړه هڅو نه كولو تاثر رد كړے او وئيلي ئې دي چې پاكستاني حكومت د ترهګرې لعنت ختمولو د پوخ عزم په نتيجه كښې د القاعده پشمول يو شمېر ترهګرې ډلې تباه كړې دي٬ د ترهګرې په ضد جنګ كښې پاكستان د خپلو امنيتي ځواكونو د زرګونو غړو او وګړو قربانې وركړې دي٬ نړيواله ټولنه دې د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پ??كستان قربانې٬ كردار او پوخ عزم ومني۔ د امريكې آن لائن مجلې امپېكټ مينيا سره په مركه كښې ډاكټر مليحه لودهي ووئيل چې زمونږ په منطقه كښې د القاعده په خاتمه كښې كه هر څو نورو هېوادونو هم مرسته كړې خو په بنيادي توګه دا د پ??كستان د هڅو نتيجه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې د ترهګرې په ضد جنګ كښې پاكستان د خپلو امنيتي ځواكونو د زرګونو غړو او وګړو قربانې وركړې دي٬ مونږ تشدد انسانيت لپاره خطر ګڼو خو دا هم حقيقت دے چې د تشدد پېښې په ټوله نړۍ كښې رامېنځ ته كېږي ځكه دا خبره مهمه ده چې نړيواله ټولنه د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پ??كستان قربانې٬ كردار او پوخ عزم ومني۔ هغې ووئيل چې د پ??كستان په اړه يوه بله غلط فهمي دا ده چې پاكستان يو ډېر پاتې هېواد دے خو حقيقت دا دے چې په اسلامي هېوادونو كښې پاكستان هغه وړومبې هېواد دے چرته چې يوه ??ېر??ن وزيراعظمه وټاكل شوه٬ يوه ??ېر??ن د پ??رلمان سپيكره وټاكل شوه او يوه ??ېر??ن د مركزي بانك مشره جوړه كړې شوه۔ هغې ووئيل چې كه هر څو زمونږ د هېواد تاريخ د اوو لسيزو نه زيات نه دے خو مونږ د درې زره كلن پخواني تهذيب امين يو٬ خو دا خبره سمه ده چې پاكستان ته خپلې كاميابې په ډاګه ګولو لپاره د لا هڅو كولو ضرورت دے۔ ډاكټر مليحه لودهي ووئيل چې هغې په هره يوه چوكې د ټاكنې نه زده كړه كړې او فكر لرم چې د زده كړې دا عمل ټول عمر روان وي۔ هغې ووئيل چې د يو سفارتكار كار د خلقو زړونه ګټل دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې په پاكستان كښې د تعليم ودې سره ??ېر??نې زياتې واكمنې كېدې شي